چین ژمنه کړې چې د افغانستان او چین ترمنځ د تګ راتګ ستونزه به آسانوي. په چین کې افغان سفارت ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د څانګې له مشر سره یې کتلي او د افغان وګړو پر ستونزو یې خبرې ورسره کړې دي.
په دې لیدنه کې چین ته د آریانا هوایي شرکت د پروازونو پر پيل او دغه راز د افغان سوداګرو او زده کوونکو د تګ راتګ پر ستونزو خبرې شوې دي.
افغان لوري ټینګار کړی چې تګ راتګ دې اسانه کړل شي، افغان زده کوونکي دې حضوري زده کړو کې ګډون وکړي، د سوداګرو د تګ راتګ ستونزې دې حل کړل شي او د وېزو د ورکړې پروسه دې آسانه کړل شي. چینايي لوري ویلي چې دوی دغه ستونزې حل کوي او له افغان لوري سره به خپلې همکارۍ پراخوي.
ددې تر څنګ افغان سفارت وایي تمه شته چې چین یادې شوې ستونزې ژر تر ژره حل کړي.












