چین په تورخم کې د کډوالو په یوه موقتي کمپ کې له پاکستان څخه راستنو شویو کډوالو او بې ځایه شویو سره مرسته وکړه. په دغو مرستو کې ۸ امبولانسونه، د اوبو ټانکرونه، پیکاپ موټرونه او همداراز خیمې شاملې دي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې چين دغه مرستې په عمري موقت کمپ کې چارواکو ته سپارلي دي.











