د پخواني ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا وایي په افغانستان کې د سولې اوسنی بهیر که د امریکا په فرمایش مخ ته ځي نو استعماري بڼه خپلوي او تر افغانانو به یې بهرنیانو ته ګټه ډېره وي. نوموړی وایي د افغانستان اوسني حکومت د ولسواکۍ، جمهوریت او دیموکراتیک مشروعیت جرړې و ایستې، د قانون او دولتدارۍ د زوال سبب شو او په غیر قانوني کړنو یې خلک پر ولسواکۍ بې باوره کړل، خو بیا هم افغانان باید له خپل نظام دفاع وکړي او د امریکا له اوسنۍ کړنلارې سره دې مخالفت وښيي. سپنتا وایي امریکا ټول افغانان د سولې له هڅو او له پاکستان سره له هر ډول معاملو ناخبره او په تیاره کې ساتلي دي او طالبانو ته یې په یوه جوړ شوي پلان دومره کمپاین کړی چې ټوله سیمه یې ورسره همغږې کړې ده. هغه د افغانستان پر سیاسي فعالینو او چارواکو نیوکه کوي چې د روان وضعیت په اړه چوپ پاتې دي او له امریکایي دسیسې د افغانستان د ژغورلو لپاره غږ نه اوچتوي. نوموړي له افغان حکومت او طالبانو غوښتي چې د افغانستان اوسنیو اړتیاوو او وضعیت ته په کتو دې د بهرنیانو له مداخلې پرته د افغانستان له ملي ګټو سره سم د افغانانو په مشرۍ او مالکیت سوله راولي او په دې توګه دې دلته پردۍ استعماري جګړه ختمه کړي.












