بین الافغاني مذاکرات باید بېرته پر خپل ټاکلي وخت پيل شي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټرعبدالله عبدالله نن د ملي مصالحې عالي شورا په دویمه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د مذاکراتو د ځای پر سر ناندرۍ باید د خبرو د ځنډ سبب نه شي. دده په وینا ټول افغانان د سولې تږي دي او ددې ملاتړي دي چې مذاکرات باید بېرته د جنورۍ په پنځمه په دوحه کې پيل شي او خبرې دې د جګړو د ختمېدو سبب شي. هغه زیاته کړه چې د ملي مصالحې عالي شورا پر اوږو یو دروند مسوولیت دی او هغه هم دا چې باید روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړي. ډاکټر عبدالله عبدالله په بین الافغاني مذاکراتو کې د افغان حکومت پلاوی هم پیاوړی وباله او ددوی د هڅو ستاینه وکړه. دده په خبره پلاوي په پوره وړتیا له ملي ګټو دفاع کړې ده او د ملي مصالحې عالي شورا یې له پرېکړو ملاتړ کوي.












