طالبان وایي دوی سولې، ښې حکومتولۍ او د بیان ازادۍ ته ژمن دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي چې مرکچي پلاوي یې د برلین په غونډه کې ګډون کړی دی او له نړیوالې ټولنې سره یې ژمنه کړې چې د خبریالانو خوندیتوب او سولې ته ژمن دي. ډاکټر نعیم په یوه ټوېټ پیغام کې دا هم ویلي چې دوی له هېواده د تللو افغان ځوانانو بېرته راتګ ته هم زمینه برابروي او په خبره یې تولو موسسو او په بشري برخه کې فعالو بنسټونو ته ډاډ ورکوي چې ددوی امنیت خوندي دی. نوموړي دا هم ویلي چې د مشرانو نومونه یې باید له تور لېست و ایستل شي او ددوحې هوکړه دې له دوی سره عملي شي نو دوی به هم جګړې راکمې کړي. طالب لوري داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي، چې په وروستیو کې افغان حکومت د هدفي بریدونو په تېره د خبریالانو او سیاسي فعالینو د وژل کېدو پړه پر دغه ډله اچوي، خو یاده ډله یې مسوولیت نه مني.












