د خوړو نړیوال پروګرام، وایي، ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري چې په افغانستان کې له ترټولو زیانمنو کورنیو سره مرسته وکړي ترڅو له را روان ژمي ووځي. دې پروګرام نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې ژمی راروان دی او افغانستان انتظارنشي کولی. ډبلیو اېف پي، پرون د اروپایي ټولنې د آسیا پسفیک د څه باندې ۲۱ میلیون ډالره سخاوتمندانه بشري بسپنې خبرې ورکړی و او ویلي و چې دغه بسپنه به له دوی سره مرسته وکړي چې خوراکي مواد زیرمه او هغه مخکې له دې چې واورې لرې غرنۍ سیمې بندې کړي، ترټولو زیانمنو خلکو ته ورسوي.












