ډیپلوماټ خپرونې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت په اړه یوه مقاله خپره کړې ده. مقاله کې راغلي، د ولسمشر بایډن د پرېکړې له مخې تمه ده چې ټول امریکایي ځواکونه د سږکال د سپټمبر میاشتې تر ۱۱مې له افغانستان څخه ووځي. د مقالې لیکوال په دې باور لري چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د افغانستان وضعیت هم د ویتنام په څېر وي. مقاله کې وړاندې راغلي، په هغه وخت کې له ویتنام څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته کمونیستانو د سولې تړون مات کړ او د سایګون ښار یې په خپله ولکه کې راوست چې له امله یې ګڼ خلک کډوالۍ ته اړ شول. مقاله کې وړاندې راغلي، د جنرال جوزف ډنفورډ په مشرۍ د افغانستان د مطالعې ډلې ګواښ کړی چې د امریکایي ځواکونو له وخت مخکې وتل به په دغه هېواد کې د ترهګرۍ ګواښ یو ځل بیا را ژوندی کړي.












