سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home څېرې

ژاک درېدا

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 24, 2020
in څېرې
0
ژاک درېدا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

ژاک درېدا فرانسوي لیکوال، فیلسوف او ادبي نقاد و. هغه د ۱۹۳۰کال د جولای په پنځلسمه په الجزایر کې زیږېدلی دی. مکمل نوم یې ویلیام دیل تموتي ژاک درېدا دی. په یوه متوسطه کورنۍ کې د الجزایر په البیار ښار کې وزیږېد. دی لس کلن و چې دویمه نړیواله جګړه الجزایر ته هم ورسېده. دی او نور یهودیان له ښوونځیو و ایستل شول، خو وروسته چې د متفقینو ځواکونه الجزایر ته راغلل، بېرته یهودي ښوونځي پیل شول او ده هم زده کړو ته مخه کړه. په ۱۹ کلنۍ کې فرانسې ته لاړ او دلته یې د پوهنتون لپاره د تیارۍ دوره پيل کړه. غوښتل یې ځان پوهنتون ته تیار کړي او خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي. دی یو پیاوړی لیکوال و نظریاتو یې په ادبیاتو او فلسفه کې پېچلي خو مهم او د پام وړ دي.

درېدا د خپل ژوند پر مهال تر څلوېښتو ډېر کتابونه خپاره کړي دي. لسګونه مقالې یې لیکلې او خپرې کړې او دغه راز لسګونه ځله یې ویناوې کړې دي. تر ډېره یې ویناوې په علمي کنفرانسونو او غونډ کې تر سره کېدې. بلخوا د هغه ډېری مرکې هم د ارزښت وړ دي او لوستونکي لري. دریدا پراخ فکر درلود، هغه د تېرې فلسفې او نوو مډرنو فلسفي نظریاتو په اړه مطالعه لرله او تر ډېره یې نوې خبرې کولې. پر ده یوه نیوکه دا ده چې ډېرې پيچلې خبرې یې کړې دي، یو وخت یوه خبریال پوښتنه ترې وکړه چې خلک دې د متونو پر پېچلتیا نقد کوي. یا داسې وایي چې خبرې یې خورا پېچلې دي د چا سر نه ورباندې خلاصېږي. ده به ویل عجیبه ده، ما چې څه ویلي ټولې هغه پوښتنې دي چې خلک یې په فکر کې لري. غواړي مطرح یې کړي، دا به د نه منلو خبره وي چې څوک د یوه ډاکټر او انجنیر په مخففو خبرو پوهېږي، خو په هغو علمي مسایلو نه پوهېږي چې د دوی د ذهن پوښتنې ځوابوي او د دوی د ژوند پر اړوندو مسایلو بحثونه کوي. درېدا تر ډېره په انساني یا بشري علومو کې د پام وړ ځای خپل کړی دی او ګټور نظریات لري. په فلسفه، ادبیاتو، حقوقو، انسان پېژندنې، تاریخ لیکنې، ژبپوهنې، ټولنپوهنې، ارواپوهنې او سیاستپوهنې په برخه کې یې اثار پرې اېښي دي.

You might also like

ډاکتر عبدالوکیل خان

ممنون مقصودي

عثمان کاکړ

د درېدا اثارو په بېلو برخو کې پر اکاډمیکو چاپېریالونو اغېز درلود. په ټوله امریکا، اروپا، جنوبي امریکا او نورو هېوادونو کې په بېلو بحثونو کې د ده اثار د استفادې وړ دي. تر ډېره د انسان پېژندنې، معرفت پوهنې، اخلاقو، ښکلاپوهنې، د ژبې د فلسفې او نورو مواردو په برخه کې لا هم استادان او پروفیسوران د ده نقلونه لېږدوي. د ده تر ټولو ډېر او د پام وړ اغېز په ادبیاتو او فلسفه کې دی. په دې ده پسې ویل کېدل چې تر هر څه ډېر یې له ادبیاتو سره مینه لرله، خو فلسفه یې په مسلکي توګه لوستې وه. په ادبیاتو کې یې ځکه د لیکوالانو او پوهانو پام ځان ته اړولی دی، چې هغه د ژبپوهنې له مطالعې او تحلیل سره ډېره مینه لرله. ده د ژبپوهنې او ژبنۍ فلسفې په اړه خورا ډېر معلومات لرل او د ادبیاتو په اړه یې تر ځان د ډېرو پخوانیو لیکوالانو او نظر خاوندانو مفکورې نقد کړې دي.

د درېدا ماشومتوب په الجزایر کې پیل شو. دا سیمې د  نړیوالو او سیمه ییزو جګړو شاهدې وې او د لږکیو پر وړاندې تبعیضي چلند پکې کېده. دی د خپلې کورنۍ له پنځو اولادونو درېیم یې و. ښوونځی یې پيل کړ، خو د یهودي ضد ځواکونو له لوري یهودي ماشومان د درېدا په ګډون له ښوونځیو و ایستل شول. درېدا پوره یو کال په پټه په ځینو ځایونو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوله. تر دې چې یو کال وروسته د متفقینو ځواکونو د بېځایه شوو وګړو ښوونځي جوړ کړل او ده ته هم ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړل شوه. په نوي زلمیتوب کې یې د فلسفې او ادبیاتو د مطالعې شوق درلود. سپورت یې هم کاوه، د ښوونځي پر مهال یې هڅه کوله چې د فوټبال ښه لوبغاړی شي. بیا یې دا مینه ډېره شوه او غوښتل یې په نړیواله کچه په یوه حرفه يي او مسلکي فوټبالر بدل شي. دا مینه یې د عمر تر پایه ورسره وه او ډېر وخت به یې د فوټبال او سنوکر په لوبو کې برخه اخیسته. په ادبیاتو او فلسفه کې یې بیا د نوې ځوانۍ پر مهال  د روسو، نیچه او نورو اثار ولوستل.

په ۱۹۴۹کال کې چې کله له الجزایر فرانسې ته ځي، نو په ژوند کې یې تحولات راځي. له یوې خوا دلته پوهنتون ته د داخلېدو تیاری نیسي او له بلې خوا د فلسفې په برخه کې له خپل نوي استاد (tienne Borne) سره معرفي کېږي. له همدې استاد بیا د فلسفې زده کړه کوي او د ادبیاتو او فلسفې په برخه کې د نوو معلوماتو او نظریاتو څښتن کېږي. درېدا په فرانسه کې له نورو مشهورو علمي څېرو سره هم اشنا شو. خپله ماسټري یې د فلسفې په برخه کې بشپړه کړه. بیا په یوه رقابتي ازمون کې بریالی شو چې هاروارډ پوهنتون ته لار ومومي. هلته یې د خپلې دوکتورا زده کړو ته مخه کړه، په بوستون کې له یوې ارواپوهې سره اشنا شو او واده یې وکړ. مارګریت او درېدا د عمر تر پایه د یو بل تر څنګ وو. کله چې د الجزایر د ازادۍ لپاره جګړه پیل شوه، نو ده پوځي خدمت تر سره نه کړ، پر ځای یې د سرتېرو او پوځي کارکوونکو ماشومانو ته د تدریس مسوولیت واخیست.

تر جګړې وروسته له ۱۹۶۰ تر ۱۹۶۴ کال پورې درېدا په سوربن پوهنتون کې د فلسفې په تدریس پيل وکړ. دی په دې پوهنتون کې د سوزان باکلارد اسیستانت و او همدا راز یې د هغه مهال د فلسفې له تکړه استادانو لکه کانګوهیلم او ژان وال سره نږدې علمي اړیکې لرلې. په ۱۹۶۳کال کې یې له مارګریت لومړنی بچی وشو او په ۱۹۶۴کال کې یې د خپلو استادانو په مشوره په لا ډېرو برخو کې په تدریس پیل وکړ او نورو پوهنتونو ته هم لاړ. ده تر ۱۹۸۴کال پورې په اي ان ایس کې د تدریس څوکۍ درلوده او د فلسفې استاد و. ده په همدې وخت کې د ادبي او فلسفي نظریاتو له تیورسنانو سره اړیکې پیدا کړې او پوره اووه کاله یې له دوی سره پر مهمو ادبي مسایلو نظرونه تبادله کړل.

ژاک درېدا دا مهال په فرانسه او خپله شاوخوا کې ښه مشهور شوی و، خو نړیوال شهرت ته هغه وخت ورسېد چې په جان هاپکینز پوهنتون کې یې د بې رغښته کولو یا ډیکانسټرکشن په اړه خپله وینا یوې لویې علمي غونډې ته واوروله. ده د علایمو او بې رغښته کولو په اړه په ۱۹۶۶ کال کې خپله دغه وینا واوروله. په همدې غونډه کې له ژاک لاکان او پاول دومن سره ګوري چې وروسته دغه معرفت د ادبي او فلسفي نظریاتو تبادلې او بحث ته لار پرانیزي. په ۱۹۶۷کال کې د درېدا دویم زوی هم وزیږېد او په همدې کال کې یې د لومړي ځل لپاره درې مهم کتابونه هم له چاپ راووتل.

په ۱۹۸۰کال کې د مهمو کارونو د تر سره کولو له امله د کلمبیا پوهنتون هغه ته افتخاري دوکتورا ورکړه. همدا راز یې په پاریس پوهنتون کې هم د خپلې دوکتورا دوره بشپړه کړې وه او له خپلې لیکلې مقالې یې په بریا دفاع وکړه. وروسته یې د ډيزرټېشن انګلیسي ترجمه د لیکنیو علایمو تر عنوان لاندې په ۱۹۸۰کال کې په انګلیسي ژبه خپره شوه.

 درېدا تر ډېره ځان ته تاریخ لیکوال وایي. ده په پراخه پیمانه د غرب د دودیزې فلسفې فرضیات او غربي فرهنګ له پوښتنې سره مخ کړل. د ګڼو مواردو په اړه یې پوښتنې کولې، داسې پوښتنې چې د فرهنګ د اصلاح او غنا لپاره مهمې وې. ده د بحثونو او نظرونو هغه بهیرونه هم له پوښتنې سره مخ کړل، چې په دودیزه توګه او له نوښت پرته یې په تېرو پنځول شوو اثارو شخوند واهه. هغه په پوهنتونو کې هم د تغیر او دیموکراتیک کولو پلوی و او دا یې غوښتنه وه چې بحثونه باید ازاد او له محدودیتونو پرته تر سره شي. ده د غرب په فرهنګ، ادبیاتو او فلسفه کې خپلې تګلارې او نظریې ته بې رغښته کول یا ډیکانسټرکشن اصطلاح وکاروله. د ده په خبره، ډېر مسایل لا ډېرو سپړلو ته اړتیا لري، نو دا به ښه نه وي چې په پخوانیو جوړو شوو چوکاټونو قناعت وکړو او هر څه ته لاس تر زنې ناست وو.

ژاک درېدا له اپلاتون تر روسو پورې بیا د هایدګر تر استدلالونو پورې د غربي فلسفې ټول اثار په دقت او مفصله توګه ولوستل. دی وايي، د غرب فلسفه ځینې داسې مهمې برخې لري چې په بنسټیزه توګه پکې منل شوې دي او متافیزیکي جوړښت لري. په دې مانا چې د انسان په حقیقي ژوند کې هېڅ درد نه شي دوا کولی، خو د غرب د فلسفې لارویان کلک ورپورې نښتي دي او دفاع ترې کوي. د درېدا په خبره، د بې رغښته کولو پر مټ او د خپلې لارې په مرسته دی هڅه کوي، دغه رامنځ ته شوي چوکاټونه چې له حقیقي ژوند سره سر نه خوري او متافیزیکي ځانګړنې لري راښکاره او تضعیف کړي. په دې مانا چې ورو ورو یې له دودیزې فلسفې لرې کړي او فلسفي علوم په ژوند کې له حقیقي مسایلو سره همغږي کړي.

درېدا د متونو د لوست او لیک په اړه هم ځانګړي نظریات لرل. هغه د یونان او غرب د فلسفې ټول پخواني متون تر نظر تېر کړي وو او له همدې امله یې د متن پوهنې په اړه هم نظریات لرل. ده به ویل هېڅ شی له متن بهر نه دي، په دې مانا چې هر څه په متن کې راتللی شي او هغه څه چې موږ یې لولو، پخپله په متن کې نه دي، بلکې تر څنګ یې نور مسایل هم شته. د ده په خبره، موږ یوازې هغه کلمات لولو چې په کتاب کې دي، یا په متن کې دي، خو دغه کلمات په خپل روح کې له نورو کلماتو، دودونو او فرهنګ سره ژورې اړیکې لري چې سپړنې ته اړتیا لري.

ژاک درېدا د لیکوالۍ او متونو په اړه هم ځانګړي نظریات لرل. د ده په خبره، متن باید داسې ولیکل شي چې لوستونکی ورباندې پوه شي. دی وايي، ان که لیکوال پخپله خپل متون نه شوی تحلیل کولی، نو باید د دې وړ وي چې لوستونکی یې تحلیل کړي. هغه په دې باور و چې لیکوالان یو ځانګړی رواني کشمکش لري او له ځانګړي وضعیت سره مخ وي، چې ډېر وخت څه لیکي خو وروسته لوستونکي په متونو کې د څېړنې پر مټ په هغه کې لار پیدا کوي او په دې ځان پوهوي چې لیکوال څه غوښتل.

د نړۍ په ادبیاتو کې دغه مشهوره څېره د لسګونو مقالو، لیکنو او کتابونو تر خپرولو وروسته په ۲۰۰۴کال کې د ۷۴ کلونو په عمر ومړ. هغه تر شا ډېر مهم اثار پرې اېښې دي چې د ادبیاتو، فلسفې، سیاستپوهنې او نورو علومو په برخه کې په تیورکي مسایلو کې کارول کېږي او ځانګړی ځای لري. پښتو ته یې تر اوسه کتابونه نه دي ژباړل شوي، خو د ځینو استادانو په لیکنو او اثارو کې یې له نظریاتو استفاده شوې ده.

شفیق امیرزی

Previous Post

کرنې وزارت: په دایکنډي کې د ۱۸ سړو خونو د جوړولو چارې بشپړې شوې دي

Next Post

پوکو راتلونکې اونۍ خپل نوی ځیرک موبایل معرفي کوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډاکتر عبدالوکیل خان
څېرې

ډاکتر عبدالوکیل خان

by Spogmai Radio
اگست 10, 2021
ممنون مقصودي
څېرې

ممنون مقصودي

by Spogmai Radio
اگست 3, 2021
عثمان کاکړ
څېرې

عثمان کاکړ

by Spogmai Radio
جولای 27, 2021
نصیر احمد احمدي
څېرې

نصیر احمد احمدي

by Spogmai Radio
جولای 13, 2021
رسول باوري
څېرې

رسول باوري

by Spogmai Radio
جولای 9, 2021
Next Post
پوکو راتلونکې اونۍ خپل نوی ځیرک موبایل معرفي کوي

پوکو راتلونکې اونۍ خپل نوی ځیرک موبایل معرفي کوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

اروپايي ټولنه: که اوربند وشي مرستې به مو پر ځای ولګېږي

اروپايي ټولنه: که اوربند وشي مرستې به مو پر ځای ولګېږي

اپریل 26, 2020
سبا او بل سبا دهیواد په ۳۰ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونه اټکل شوی

سبا او بل سبا دهیواد په ۳۰ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونه اټکل شوی

فبروري 29, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved