د کابل ښاروالي وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې د هغو ناپېژاندو جسدونو په ګډون چې د پل سوخته لاندې برخو پاکولو پر مهال د کثافاتو له ډېریو څخه پیدا شوي وو، ۱۴۴ مړي خاورو ته سپارلي دي. د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې له یادې ډلې یې د ۳۰ کسانو جنازې تېره ورځ د موسهي سیمې په هدیره کې خاورو ته سپارلې دي. په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي او لیکلي یې دي، دغه مراسم د عدلي طب تر تشخيص او د تدفين جواز له صادرولو وروسته، د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رياست له خوا ترسره شوي دي. دوی همداراز لیکلي چې د کابل ښاروالۍ چارواکي اوسمهال د ښار په څلورو زونونو کې د هدیرو جوړولو او د یوه مناسب ځای موندلو په موخه، د پلان پر جوړولو بوخت دي.












