په کابل کې د پاسپورټ یو شمېر غوښتونکي وايي، د پاسپورټ د وېش بهیر کې بیروبار او بې نظمي د دې لامل شوې، چې ګڼ شمېر غوښتونکي د پاسپورټ د فتر مخې ته شپې سبا کړي. کابل ښاریان واي، د پاسپورټ ریاست باید د پاسپورټونو د وېش په برخه کې زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي او یوه له دغو لار څخه یوه هم داده چې د پاسپورټونو د وېش نور مرکزونه جوړ شي، څو خلک په اسانۍ سره پاسپورټونه ترلاسه کړي. د پاسپورټ ریاست چارواکي وايي، د دې پروسې د چټکتیا په موخه یې د کاغذي غوښتنلیکونو سره د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړې ده.












