د کابل ښار ځیني اوسیدونکي په راروان ژمي کې د هوا ککړیدو ته اندېښمن دي. دوی وایي د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره باید خلک له حکومت سره همکاري وکړي تر څو په کورونو کې د بې کیفیته سوان توکو له کارونې مخنیوی وشي. بل خوا، یو شمېر ډاکټران وايي چې د هوا ککړتیا د هېوادوالو لپاره د بېلابېلو ناروغیو لامل کېږي. خو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین وايي چې دغه اداره د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره د روان لمریز کال د تلې له لومړۍ د کب میاشتې تر پایه شپږ میاشتنی پلان عملي کوي. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د مسوولینو په وینا، دا پلان درې برخې لري چې له اړوندو ادارو سره همغږي، عامه پوهاوی، عملیات او د اپارتمانونو او حمامونو څارنه پکې شامل دي.











