چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

کابل ښار د طالبانو او وسله والو غلو د ټوپک تر شپېلۍ لاندې دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2020
in افغانستان
0
کابل ښار د طالبانو او وسله والو غلو د ټوپک تر شپېلۍ لاندې دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

سره له دې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې پيل شوې دي، خو په کابل او ولایتونو کې بیا وضعیت بل ډول دی. هره شپه سختې جګړې، پر لویو لارو د طالبانو مانورونه، پر ولسوالیو بریدونه، د سړک غاړې ماینونه او د افغان حکومت له لوري هوایي بریدونه هغه څه دي چې د افغان ولس له سترګو یې خوب او له ژوند ارام وړی دی. لوی ښارونه بیا د جګړو تر څنګ د پراخو جنایي جرمونو له درکه هم له سترو خطرونو سره مخ دي. طالبانو بیا تازه د کابل ښار په ورودي لارو کې مانورونه کړي او ادعا کوي چې په کابل ښار کې د غلو د سترو شبکو پر وړاندې فعالیت کوي.

هغه مهال چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې پیل شوې، د ولس ستره هیله دا وه چې په هېواد کې به روانه جګړه ختمه شي او یا به دایمي اوربند رامنځ ته شي، خو خبره برعکس ده. طالبانو او افغان حکومت د یو بل پر وړاندې عملیات پراخ کړي دي او جګړې شدیدې شوې دي. افغان حکومت طالبان ملامت بولي او د تاوتریخوالي د ډېرېدو پړه پر دوی اچوي، خو طالبان بیا وايي چې حکومت په ګڼو ښارونو کې په لویو عملیاتو لاس پورې کړی او دوی اړ دي چې پر وړاندې یې مقاومت وکړي. طالبانو د خپلو جګړو په دوام د بامیانو او پنجشیر په څېر په امنو ولایتونو کې هم بریدونه کړي او ځان فعال ښيي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

تازه وړمه شپه طالبان د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ د غلام حیدرخان کلا سیمه کې د کابل کندهار لویې لارې ته راوتلي دي. دا د کابل ورودي دروازه ده او هره ورځ زرګونه موټرونه، حکومتي کاروانونه، مسافر او عام خلک پر دې لار تګ راتګ کوي. طالبانو په همدې سیمه کې ویډيويي فلم ډک کړی او په هغه کې د دې ډلې یو قومندان چې ځان د ښاري عملیاتو غړی معرفي کوي، له موټر چلوونکو پوښتنې کوي. هغه ادعا کوي چې په دې سیمه کې وسله وال غله پیدا شوي او له خلکو یې مالونه او پیسې اخیستې، نو ځکه دوی راوتلي چې د دغو غلاوو مخه ونیسي. طالبانو تر دې وړاندې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې هم د هغو وسله والو غلو پر وړاندې عملیات کړي وو، چې د یوه موټر د مسافرو توکي یې لوټ کړي وو او له مېرمنو سره یې غیر اخلاقي چلند کړی و.

ښايي دا لومړی ځل وي چې طالبان په داسې ښکاره توګه د کابل په دومره مهمه سیمه کې پر سړکونو درېږي او له خلکو پوښتنې کوي. په دې سیمه کې نږدې د افغان پوځیانو پوستې هم پرتې دي او کوم موټرونه چې کابل ته ننوځي، د دوی له لوري تالاشي کېږي هم. دې مسئلې د کابل اوسېدونکو ته اندېښنې پیدا کړې او د حکومت وضعیت یې له پوښتنې سره مخ کړی دی. یوازې دا نه په کابل ښار کې وسله والې غلاوې او جنایي جرمونو نور هغه څه دي چې ژوند یې له ستر خطر سره مخ کړی دی. په کابل ښار کې د ننه ښايي هېڅ داسې کورنۍ نه وي پاتې چې پخپله یا یې خپلوان له وسله والو غلو سره نه وي مخ شوی او یو څه یې ترې وړي نه وي. همدا څو ورځې وړاندې د کابل امنیه قومندانۍ وویل چې ۱۹ وسله وال غله یې په کابل ښار کې نیولي دي. له دې اټکل کولی شئ چې په دغه ښار کې جنايي جرمونه او وسله وال غله په څه وضعیت کې دي.

د کورنیو چارو وزارت بیا وایي چې دوی د امنیتي میثاق په رامنځ ته کولو بریالي شوي چې د کابل ګڼې سیمې امن کړي، خو سره له دې هم په کابل ښار کې ورځ تر بلې د جنایي جرمونو ډېرېدل د اندېښنې وړ دي. دې هر څه د حکومت په اړه هم اندېښنې ولاړې کړې دي، په دوحه کې د بین الافغاني خبرو پایلې ته نه رسېدل، په کابل او ولایتونو کې سختې جګړې او د دې ټولو پر وړاندې د حکومت چوپتیا او بې پروايي د ولس لپاره ځورونکې او د پوښتنې وړ مسئله ده.

Tags: Top
Previous Post

ابو نصر د لوړو زده کړو موسسه

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
کابل ښار د طالبانو او وسله والو غلو د ټوپک تر شپېلۍ لاندې دی

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د روان کال لومړيو ۵مياشتو کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د چين غير پولي مستقيمې پانګونې ۱۰.۲ سلنه زياتوالی ښيي

د روان کال لومړيو ۵مياشتو کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د چين غير پولي مستقيمې پانګونې ۱۰.۲ سلنه زياتوالی ښيي

جون 24, 2022

Free Spin Offer New Zealand

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved