د راپورونو له مخې پېښه نن سهار شاوخوا اووه نیمې بجې د یوولسمې ناحیې په مربوطاتو کې شوې ده. د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د پېښې د تایید تر څنګ وايي چې دغه چاودنه پر یوه هایلکس ډوله موټر د نښلول شوي مقناطیسي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده. نوموړی هم وایي چې په پېښه کې دوه کسه ټپیان شوي دي. تر اوسه ددې برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. په کابل کې په دې وروستیو کې نږدې هره ورځ دغه ډول پېښې رامنځ ته کېږي خو د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح چې د کابل ښار د امنیت مسوول دی وايي، دوی د بم اېښودونکو ګڼې شبکې له منځه وړې دي او هڅه کوي په ټول توان ددغه ډول پېښو مخنیوی وکړي.












