د ابن سینا روغتون ډاکټران په پلازمینه کې د موسمي ناروغیو د ۴۰ سلنې د زیاتوالي خبر ورکوي. دوی د دې ناروغۍ د زیاتوالي اصلي لاملونه د هوا ګرمیدل او له خرابو خوړو او ناپاکو اوبو ګټه اخیستل ګڼي. ورته مهال، یو شمېر ناروغان چې روغتونونو ته یې مراجعه کړې، وايي، د ګرمۍ له امله پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي. ډاکټران له هېوادوالو غواړي چې پر ناروغیو د نه اخته کېدو لپاره روغتیايي سپارښتنې مراعات کړي. هر کال د اوړي په موسم کې یو شمېر هېوادوال د زکام، ملاریا، محرقې او اسهالاتو په ګډون پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.












