د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، نن له غرمې وروسته د ملک اصغر څلور لارې ته په یوه برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د درېیو امنیتي سرتېرو په ګډون ګڼ نور ټپیان شوي دي. ځدران پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې بریدګر خپل هدف ته له رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو لخوا په نښه شوی دی. له بلې خوا دکابل د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي چې د دغې چاودنې له امله ديو ماشوم په ګډون ١٢ تنه ټپيان دغه روغتون ته ليږدول شوي چې دوه تنه يې دغه روغتون ته دليږدونې پر وخت کې مړه شوي دي .












