په کابل کې د چین سفیر، جاو شینګ د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي، له سېلاب ځپلو سره د دغه هېواد د مرستو دویمه جوپه به د روان میلادي کال تر جولای میاشتې کابل ته راورسیږي. سرپرست وزیر په دغه کتنه کې هېواد کې له وروستیو سېلاب ځپلو، راستنېدونکو افغانانو، او د طبیعي او غیر طبیعي پېښو له امله بې ځایه شویو سره د کور جوړونې، کارموندني او زده کړو په برخه کې د چین د مرستو غوښتنه کړې. د کډوالو او راستنېدونکو چاور وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، سرپرست وزیر دغه کتنه کې د چین د بشري مرستو د لومړۍ جوپې رارسېدو له امله مننه وکړه.












