کابل کې د ترکیې د سفارت له خوا د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت له لارې له اوه سوه کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه. د کابل د مرکزي سیلو په انګړ کې د مرستو د ویشلو پر همال افغانستان کې د ترکیې د سفارت مرستیال او د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت چارواکو برخه لرله. د مهاجرینو چارو وزارت وايي، د ژمي د رسیدلو دمخه د مرستنیدويه ادارو په ملاتړ غواړي ټولې هغه داخلي بې ځایه شوې کورنۍ چې په خپله خوښه خپلو مینو ته ستنې شي د ترانسپورټ د برابرولو او خوراکي توکو مرستې وکړي.












