کابینې د لغوه شوو ادارو د کارکوونکو برخلیک ټاکلو په موخه یوه پلاوي ته نده سپارلې چې د یادو کسانو د شمېر، شهرت او ځانګړنو په اړه معلومات راټول او د کابینې بلې غونډې ته یې وړاندې کړي. د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي کابینې تېره ورځ د چارو ادارې لوی ریاست ته دنده وسپارله چې د دې ادارې او د ریاست الوزرا د مقام لوی ریاست ګډ پلاوی دې یاده موضوع وڅېړي او راټول کړي معلومات دې له خپلو ځانګړو نظرونو سره د کابینې غونډې ته وړاندې کړي. په خبرپاڼه کې د یادو ادارو په اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو حکومت د روان کال د مرغومي په څلورمه د پخواني حکومت دوه وزارتونه او دوه کمېسیونونه لغوه کړل او ویلي یې وو چې د اړتیا له مخې به په راتلونکي کې دغه ادارې بیا رامنځته شي.











