د دفاع وزارت سرپرست د ازبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کابل کې لیدلي دي. دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ددغه وزارت سرپرست له عبدالعزیز کاملوف او مله پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي. دواړو لورو په سرحدي، امنیتي او د ځينو نورو موضوعاتو په هکله هر اړخیزې خبرې کړې دي او د اړیکو پر ټینګښت یې ټينګار کړی. ورته مهال د ازبکستان ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف هم ژمنه کړې چې له افغانستان سره به په امنیتي، اقتصادي او سیاسي برخو کې اړیکې لا پیاوړې کړي.












