د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، هېواد به د سمنټو په تولیدي برخه کې پر ځانبسیا شي. د دغه وزارت چارواکو همداراز ټینګار کړی، چې په نږدې راتلونکي کې به د لوګر، جوزجان او سمنګان ولایتونو د سمنټو د درې لویو کانونو د استخراج چارې هم د تړونونو له لارې پیل شي. د اقتصاد وزارت چارواکو هم ويلي؛ هڅه کوي، چې د لویو اقتصادي او بېخبنایي پروژو له پلي کېدا سره د بېوزلۍ کچه راکمه او خلکو ته د کار زمینه برابره شي.










