د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې نن سهار د ګازډبې چاودنې د مالي زیانونو ترڅنګ ۱۷تنه ټپیان کړي هم دي. د کاپیسا د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالفتاح قایز ویلي، د ګازډبې تر چاودنې وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې، چې د تېلو یو پمپ هم په بشپړه توګه سوځېدلی. فایز ویلي، اورلګېدنه مهار شوې او ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي، خو د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی.












