سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home راشه ورشه

کاپيسا

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 10, 2020
in راشه ورشه
0
کاپيسا
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

کاپيسا د افغانستان يو له مرکزي ولايتونو څخه دى، شمال ته يې پنجشېر، لوېديځ ته يې پروان او کابل، سوېل ته يې کابل او لغمان او ختيځ ته يې هم لغمان پراته دي. د دې ولايت مرکز محمودراقي دی، چې د کابل شمال ته په ۶۵ کيلومترۍ کې موقعيت لري. کاپيسا د هېواد لرغونې سيمه ده چې ۶۲۰ کاله مخکې د لرغوني اريانا د کنيشکا د دوبي پلازمېنه وه، چې نننی هندوستان، بنګلادېش او پاکستان د کاپيسا له مرکز څخه اداره کېده او د يادې ادارې تر نفوذ لاندې سيمې وې.

کاپيسا د بحر له سطحې ۱۵۰۰ متره لوړ او ۱۸۷ کيلومتره مربع مساحت لري. کاپيسا په ۶۹ درجو او ۲۱ دقيقو شرقي طول البلد او ۳۵ درجو شمالي عرض البلد کې موقعيت لري.

You might also like

پروان

وردګ

غور

اقليم:

د کاپيسا اقليم په ژمي کې يخ او په اوړي کې ګرم دى، مګر په پسرلي او مني کې معتدله هوا لري. د کابل په نسبت د بحر له سطحې څخه لږ ارتفاع لري، نو ځکه هر ډول کر کيله پکې کېږي.

د کاپيسا انار او انګور نورو هېوادونو ته هم صادريږي. د کاپيسا د اورښت اندازه ۳۰۰ – ۴۰۰ ملي متره ده او په اوړي کې يې تودخه د ۲۵ او ۴۵ درجو تر منځ وي .

کاپیسا د افغانستان د مركزي ولايتونو په لړۍ كې راځي. په تاريخي كتابونو كې د كاپيسا يادونه همدې ته په ورته نومونو شوې ده. د كاپيسا مركز محمودراقي دى، ولسوالۍ يې په دې ډول دي:  اوله حصه، نجراب، تګاب. كاپيسا دوه علاقه دارۍ لري: يوه كوه بند او بله آله سای. د كاپيسا ولايت ټول مساحت ۱۸۷ كيلو متره دى، چې په ۱۳۵۹ كال كې يې د خلكو شمېره ۲۵۶۲۳۲ تنه ثبت شوې او په ۱۳۷۹ كې ۳۷۴۰۹۸ اټكل شوې ده

كاپيسا ډېره ښه هوا لري، واوره په كې اوري، اوړى يې تود او ژمى يې سوړ دى. پخوانيو پاچاهانو به د محمود راقي او نجراب له غونډيو څخه د اوړي په موسم كې د تفريح ځايونو په توگه كار اخيست. له همدغو غونډيو څخه تاريخي اثار هم لاس ته راغلي دي. د كاپيسا زيات وگړي په مالدارۍ، كرنه او بڼوالۍ بوخت دي. پخوا وختونو كې د نساجي فابريكې په دغه ولايت كې زياتو خلكو ته كار موندلى و او هلته په دندو بوخت وو. د كاپيسا د تگاب انار ډېر مشهور دي، هلته د انارو ښايسته او گڼ باغونو دي، چې سوداگر يې د هېواد بېلابېلو سيمو ته پر لېږلو سربېره بهرنيو هېوادونو ته هم صادروي. د نجراب ستوان (تلخان) او پنېر ډېر مشهور دي او خلك يې ډېر زيات خوښوي. د دغه ولايت د اوبو سرچينې د تگاب، پنجشېر او نجراب سيندونه دي. په تگاب او نجراب درو كې ځینې كارېزونه هم شته چې د ځمكو په خړوبولو كې ترې كار اخيستل كېږي. د كاپيسا ولايت خلك پوهه پالونكي اوعلم دوسته خلك دي. په ډېرو ولسواليو اوعلاقه داريو كې ښه د حساب وړ شمېر ښوونځي لري، په تېره بيا په دې وروستيو دوو كلونو كې هلته د لېسو، منځنيو او لومړنيو ښوونځيو شمېر ښه د پام وړ دى.

پوهنه:

په کاپيسا کې اوسمهال د ۱۱۵ په شاوخوا کې لومړني، منځني لېسې او انستېتيوتونه شته. له دې سربېره، په دغه ولايت کې پوهنتون هم شته چې د البيروني په نوم يادېږي، چې اوسمهال ۸ پوهنځي لري. دغه راز په کليوالو سيمو کې هم عنعنوي زده کړې کېږي، له اله سای او تګاب څخه پرته په نورو ولسواليو کې د نجونو ښوونځي او لېسې هم شته چې ښځينه ښوونکې هم لري.

مشاهير:

په کاپيسا کې هم ځینې څېرې د هېواد په کچه نوموتې دي، چې د هغوی له ډلې څخه غازي مېرمسجدي خان دی، چې د انګرېزانو په لومړۍ جګړه کې د کابل د شمال ولايتونو د مجاهدينو مشر و. دغه راز غازي عبدالکريم خان، غازي عثمان خان ساپى هم د دې ولايت له مشاهيرو څخه دي. همدارنګه په کاپيسا کې د غفور غفوري په نوم هم ستر علمي شخص تېر شوی او دغه راز انجنير حبيب الرحمن شهيد هم ځانګړی نوم لري او د تګاب ميا ګل جان اغا له مشهورو مذهبي څېرو څخه و.

د کاپيسا تاريخي ځايونه :

کاپيسا د اريانا د پلازمېنې په توګه يو تاريخي حيثيت خپل کړى، دغه ولايت په خپله لمن کې ډېر تاريخي ځايونه لري لکه په لومړي کوهستان ولسوالۍ کې دهم زرګر په نوم يوه سيمه، چې ډېر تاريخي اثار لري او خلک يې لېدو ته را روان وي .

 بل تاريخي ځای د عبدالله برج په نوم يادېږي، چې د کاپيسا د مرکز د صيادو په سيمه کې موقعيت لري، چې د يونانيانو د وخت ودانۍ او اثار لري. د کاپيسا مرکز هم د ريګروان په نوم يوه سيمه لري، چې د هېواد له لرې ځايونو څخه يې خلک ليدو ته راځي او ځانګړی جوړښت او تاريخي کېسې هم ياده سيمه لري. همدا ډول په تګاب او نجراب کې هم تاريخي ځايونه او پخواني مزدکونه (عبادتخانې) شته. د کاپيسا د مرکز اړوند د صياد سيمه د چکر لپاره مشهوره ده، چې په اوړي کې سلګونه تنه هره ورځ له دې سيمې څخه ليدنه کوي.

لرغون پوهانو په کاپيسا په خم زرګر تاریخي سیمه کې له ۴۵ کلونو وروسته د دوو زمریانو مجسمې وموندلې.

خم زرګر هغه سیمه ده چې افغان حکومت په کې له ۱۳۴۷ کال راهیسې کیندنې پيل کړې وې چې بیا وروسته دا پروسه بنده شوه.

د کاپیسا د والي مطبوعاتي دفتر لیکي، دا دوه زمریان چې ژبې یې را ایستل شوې، د خم زرګر سیمې تر خاورو لاندې شوي یو کور کې موندل شوي دي، چې مخینه یې زرګونه کاله پخوانۍ او د کنشکا په دورې پورې اړه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په اتو تاریخي ولایتونو کې یې د لرغونپوهانو په مرسته د پنځو کلونو لپاره کیندنې پیل کړې دي چې په دې پروګرام کې کاپيسا ولایت هم شامل دی.

کرنه:

د دې ولايت ډېرى سيمې غرنۍ دي، د کرنې لپاره لږ هوارې ځمکې لري، خو په تګاب، نجراب او مرکز کې د انارو، جلغوزو او انګورو پراخو باغونو د دې ولايت د خلکو په اقتصاد ښه اغېزه کړې ده. دغه راز په ځينو سيمو کې غنم، لوبيا او جوار هم کرل کېږي.

په کاپیسا کې د یوزر او ۵۰۰ ټنه په وړتیا د یوې سترې او معياري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې.
د دې سړې خونې د بنسټ ډبره د ملي پراختیا شرکت مشر عبدالرحمان عطاش، د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت‌الله غفوري او د کاپیسا والي عبداللطیف مراد له خوا کېښودل شوه.
دغه سړه خونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا ډیزاین او د ملي تدارکاتو له خوا منظور شوې او د جوړولو چارې یې د ملي پراختیا شرکت ته ورکړل شوې دي. په همدې توګه د جوړولو چارې یې د عملیاتي څانګې له لارې تر سره کیږي.
ټاکل شوې چې په دې سړه خونه کې د پروسس یو مرکز هم جوړ شي.
دغه راز ټاکل شوې چې په ۱٠ ولایتونو کې ۱۲ سړې خونې، چې د هرې یوې وړتیا به یو زر او ۵۰۰ ټنه وي، جوړې شي.
د دغو سړوخونو د هرې یوې د جوړولو لګښت نږدې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ دی.
دغه جوړېدونکې سړې خونې په لمریزې برېښنا سمبالیږي څو سوداګر او بزګرانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
یادې سړې خونې به تر راتلونکو دوو کلونو پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

لوبې:

په دې ولايت کې د دوديزو لوبو تر څنګ عصري لوبې لکه کرکټ، واليبال، فوټبال، وزلوبې او نورې رزمي لوبې هم تر سره کېږي. د دې ولايت کرکټ لوبډله پياوړې او په ولايتي سياليو کې ډېرې لاسته راوړنې لري .

رسنۍ:

په کاپيسا کې د دولتي رسنيو تر څنګ ځینې ازادې رسنۍ هم فعاليت کوي. د کاپيسا ملي راډيو- ټلوېزيون ١٢ ساعته خپرونې لري، بهار شخصي راډيو او د نجراب راډيو هم فعاليت کوي. له صوتي او تصويري رسنيو سربېره، په کاپيسا کې چاپي رسنۍ هم شته لکه، د کاپيسا اونيزه، عصر تمدن، کوهساران او داسې نورې اونېزې.

کلتور:

په دې ولايت کې پښتانه، پشه‌يي او تاجک توکمونه اوسېږي. د دغه ولايت خلک د هېواد د نورو خلکو په څېر زياتره ورته عنعنات لري، د کاپيسا خلک په خپلو منځو کې د مهمو ورځو نمانخل تر سره کوي ، دوی تاريخي او ملي عنعنات هم نمانځي .

Previous Post

جرګې؛ بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړه؟

Next Post

ازبکستان او افغانستان د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

پروان
راشه ورشه

پروان

by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
وردګ
راشه ورشه

وردګ

by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
غور
راشه ورشه

غور

by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2020
راشه ورشه

غزني

by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
سمنګان
راشه ورشه

سمنګان

by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
Next Post
ازبکستان او افغانستان د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی

ازبکستان او افغانستان د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بشري حقونه: روان کال ۷۷۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

بشري حقونه: روان کال ۷۷۰۰ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دسمبر 12, 2020
ویلادیمیر پوتین د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیرې سره کتلي

ویلادیمیر پوتین د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیرې سره کتلي

نوومبر 5, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved