سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

جرګې؛ بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړه؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 10, 2020
in تبصرې
0
د جرګې ځینې پرېکړې چې خنډونه جوړولی شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

له تمې سره سم د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه وکړه چې حکومت د طالبانو پاتې څلور سوه بندیان هم خوشې کړي، څو د سولې د بین الافغاني خبرو پیل ته لاره هواره شي. جرګې ځینې نورې غوښتنې هم کړې دي، خو یوه بله د پام وړ خبره یې دا ده چې د تېرو اتلسو کلونو په لاسته راوړنو او پر جمهوریت یې ټینګار کړی دی.

له پیله همدا اټکل کېده چې جرګه به د بندیانو د خوشې کولو تایید کوي او بیا چې کله امریکایانو د جرګې ملاتړ وکړ، نو بېخي روښانه شوه چې جرګه به همدا پرېکړه کوي او حکومت هم همدا غوښتل. که څه هم په پرېکړه کې ځینې داسې مسایل شته چې وروسته لانجه جوړولی شي، خو د جرګې دا پرېکړه چې پاتې طالب بندیان دې خوشې شي، د ټولو اړخونو او ولس له هرکلي سره مخ شوې ده، ځکه چې تمه کېږي چې په دې سره به بین الافغاني خبرې پیل شي. طالبانو هم ویلي چې که یې بندیان ور خوشې شي، نو په یوه اونۍ کې به بین الافغاني خبرې پیل کړي. اوس که حکومت په نن او سبا کې دا بندیان خوشې کړي، نو بیا په راتلونکې اونۍ کې د خبرو پیل ته لاره هوارېدلی شي.

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

د جرګې سیاسي اړخونه پر خپل ځای، خو یو څه پکې روښانه شول او هغه دا چې افغانان په یوه غږ سوله غواړي. د دې لپاره هر ډول قربانۍ ته تیار دي، ټولې کینې او نفرتونه هېروي او آن خلک د خپلو اولادونو وژونکي هم د سولې لپاره بښي. دا د افغانانو یو ښه خاصیت دی چې له نېکه مرغه په دې جرګه کې یو ځل بیا را څرګند شو. جرګې که څه هم د ټولو افغانانو استازیتوب نه کاوه، خو یو ځل بیا یې د سولې مخالفینو او جګړه غوښتونکو ته منفي ځواب ورکړ. له همدې امله دا کار د ستاینې او قدر وړ دی.

د جرګې له دې پرېکړې وروسته اوس پکار ده چې په چټکۍ سره دا بندیان خوشې شي. طالبان دې هم په اعلان شوي یا نا اعلان شوي ډول جګړه ودروي او تاوتریخوالی دې تر ممکن حده کم کړي. څومره ژر چې شونې وي باید بین الافغاني خبرې پیل شي. د خبرو په لومړنۍ غونډه کې باید پر اوربند توافق وشي او د دې لپاره چې طالبان ورته غاړه کېږدي، حکومتي اړخ دې د نورو طالبانو د خلاصون ژمنه هم وکړي. په دې سره به هم جګړه درول شوي او هم د خبرو لپاره لا زیات حسن نیت ښودل شوی وي او یوه ښه فضا به برابره شوې وي.

ځیني کړۍ شته چې بیا هم هڅه کوي، ستونزې پیدا کړي. دوی به هڅه وکړي چې د خبرو پیل وځنډوي او بیا که پیل هم شي، هڅه به وکړي چې د بریا مخه یې ونیسي. له همدې امله ټول سوله غوښتونکي اړخونه او افغان ولس باید په جدیت سره د دغو هڅو مخه ونیسي. اوس هغه وخت دی چې جګړه غوښتونکي او د سولې ضد کسان، که په هر لوري کې وي، منزوي او ورټل شي. اوس د سولې د خبرو د پیل او بریا وخت دی او د سولې غوښتونکي او افغان ولس باید پرې نږدي چې دا چانس ضایع شي.

Previous Post

ولسمشر غني: د طالبانو پاتې بندیان به خوشي کړم

Next Post

کاپيسا

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
کاپيسا

کاپيسا

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هه لي فنګ به امریکا ته سفر وکړي

نوومبر 7, 2023
ټرمپ: امریکایي تجهیزاتو سره د طالبانو رسم ګذشت خپه کړم

ټرمپ: امریکایي تجهیزاتو سره د طالبانو رسم ګذشت خپه کړم

نوومبر 18, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved