په هېواد کې د هدفي بریدونو پر دوام، سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي چې نامعلومو وسله والو په کندهار کې د افغان هوایي ځواک یو پیلوټ په یو هدفي برید کې وژلی دی. که څه هم طالبانو په وروستیو هدفي بریدونو کې لاس لرل رد کړي دي خو افغان حکومت وایي چې د دې بریدونو تر شا د وسله والو طالبانو لاس دی. دا برید په داسې حال کې کېږي چې ډېریو هېوادونو او بنسټونو وروستي هدفي بریدونه غندلي، له طالبانو او نورو ترهګرو یې د ورته بریدونو بندېدو او له افغان حکومت څخه یې د دې بریدونو د عاملینو د نیول کېدو او مجازات غوښتنه کړې ده.












