د کندهار ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۲۱،۱۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د سپین بولدک ښاروال قاري مسافر وايي، چې د یادې شبکې په جوړېدو سره به ۱۳ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. د یادونې وړ ده، چې په یادو پروژو کې شاوخوا ۷۰۰ کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.












