د کندهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په ښار او ولسواليو کې شاوخوا ۷۵ هغه ښوونځي بیارغوي، چې د تېرو جګړو پر مهال ويجاړ او تخريب شوي دي. د پوهنې ریاست مسوولينو پرون د پنجوايي ولسوالۍ د هغه ښوونځي د ترميم چارې پيلکړې، چې د تېرو جګړو پر مهال تخريب شوی وو. د کندهار د پوهنې ریاست د نشراتو مدیر قدرت الله عرفان ویلي، چې دا مهال په ښار او ولسواليو کې شاوخوا ۷۵ مدرسې او ښوونځي بيا ترميم ته اړتيا لري. د هغه په خبره؛ له دې جملې يې دا مهال د ۳۱ ښوونځیو د ترميم چارې پيل کړي، چې د درېيو مياشتو په موده کې به ورغول شي. د معلوماتو له مخې؛ پر هر ښوونځي له ۱۰۰ زره افغانيو څخه تر يو میليون افغانيو پورې لګښت راځي، چې د پوهنې وزارت له بودجې ورکول کيږي.












