د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند سیمه کې په ۷۵،۶ میلیونه افغانیو د پنځه کیلومټره استنادي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې. د یاد استنادي دېوال د جوړېدو چارې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست لهخوا پرون پرانېستل شوې. دغه استنادي دیوال چې د سپین بولدک د کڅۍ زیارت ته نږدې کدني سیند غاړې ته جوړېږي، چې مالي لګښت یې د مالیې وزارت له لوري ورکول کېږي. د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست د یاد استنادي دېوال د جوړېدو چارو د پرانېستې پر مهال وویل چې سرپرست حکومت د قوشتېپې کانال په څېر سترې پروژې تر لاس لاندې لري. د نوموړي په وینا، تر راتلونکو درېوو مياشتو به د بدخشان-چين ترمنځ د جوړېدونکي سړک چارې هم بشپړې شي.











