د کندهار د کرني رياست په يوې خبرپاڼه کې ویلي چې، د سرپرست حکومت د مشر په شخصي لګښت د کندهار دامان ولسوالۍ کې د ۱۲،۵ میلیونه افغانيو په ارزښت د ۷۹۱ کډوالو کورنیو لپاره ښارګوټی جوړېږي. د خبرپاڼې پر بنسټ، دغه ښارګوټی به تر راتلونکو ۴۵ ورځو په ۸۶۰ جريبه ځمکه کې جوړ شي. په دغه ښارګوټي به د استوګنيزو کورنو ترڅنګ ښوونځی، مدرسه، ۴ جوماتونه، یوه لویه مرکزي عیدګاه، ۴ پارکنګونه او د لوبو ډګرونه هم جوړ شي.











