عامي روغتیا وزارت ویلي، چې د کندهار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري ۵۰ ټنه راټول شوي بې کیفیته او تاریخ تېره درمل یې له منځه وړي دي. یاد وزارت ویلي، دغه اندازه درمل د روغتیایي قوانینو د بررسۍ ټيم او د اړوندو ادارو استازو په ګډه د دوام داره څارنو په پایله کې د یاد ولایت د مرکز او بیلابیلو ولسوالیو له درملیزو تاسیساتو څخه د تېرو شپږو میاشتو پر مهال راټول کړي دي.












