د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې سږکال په دغه ولایت کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي دي. په دغه ولایت کې یو شمېر بزګران وايي، چې دوی په دې ولایت کې د هر ډول بهرنیو خټکیو تخمونه کرلي وو، چې اوسمهال یې حاصلات د قناعت وړ دي. ورته مهال بیا د کرنې برخې مسوولین د کندوز ولایت اوبه او هوا د هر ډول خټکیو او میوو کښت لپاره مناسب بولي، او زیاتوي، چې سږ کال دخټکیو حاصلات لس سلنه زیات شوي دي. بل لور ته د دغه ادارې مسوولین د بزګرانو د حاصلاتو بازار موندنې په موخه د جدي هڅو خبره کوي او وايي، چې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې او ذخیره کولو لپاره به په دې ولایت کې سړې خونې جوړې کړي.












