د کندوز ولایت د صعنت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وایي، د تاجکستان د ختلان ولایت د سوداګرۍ له مسوولینو سره یې خبرې کړي، چې په شېرخان بندر کې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ګډ بازار پرانیستل شي. مسوولین زیاتوي، چې تاجکستاني لوري په سرحدي سیمه کې د ګډ بازار پرانیستلو ته لېوالتیا ښودلې او ژمنه یې کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو تر منځ سرحدي بازار پرانیستل شي. ورته مهال د کندوز سوداګر د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ بازار په پرانیستلو سره به په کندوز کې پانګونه د پام وړ وده وکړي او د خلکو کاروبار به ښه شي.











