چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

که د هوکړې له مخې شوې غوښتنې مو ونه منل شي ارګ به کلابند کړو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 15, 2021
in افغانستان
0
که د هوکړې له مخې شوې غوښتنې مو ونه منل شي ارګ به کلابند کړو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار له حکومت ناراضه دی او په خبره یې، د حکومت مشرانو له ده سره لاسلیک کړې هوکړه نه ده عملي کړې. نوموړي د ارګ د کلابندۍ خبرداری ورکړی او وایي چې له خپلو پلویانو سره به یو ځای ارګ محاصره کړي او تر هغه به دې محاصرې ته ادامه ورکړي چې ارګ یې خبرې منلې نه وي. نوموړي همدا راز پر حکومت تور پورې کړ، چې د سولې بهیر سبوتاژ کوي او همدا راز جګړو او ناندریو ته لمن وهي. افغان حکومت بیا د حکمتیار پر څرګندونو غبرګون ښودلی او زیاتوي چې په ارګ کې چا ته په زور د ننوتو اجازه نه ورکوي او افغان ځواکونه د نظام ساتونکي دي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، افغان حکومت له دوی سره د سولې شوې هوکړه نه ده عملي کړې او دوی مجبور شوي چې د ارګ د دې نه ژمنتیا پر وړاندې غبرګون وښيي. د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پرون د پخواني شوروي اتحاد د سرتېرو د وتلو د کلیزې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل چې حکومت یې نه زندانیان خوشي کړي او نه یې هم د دغه ګوند کسان په حکومت کې جذب کړي دي.

You might also like

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

حکمتیار حکومت ته خبرداری ورکړی چې د سولې هوکړه عملي کړي او که داسې و نه کړي، نو دوی به یې پر وړاندې غبرګون وښيي. هغه په ارګ کې حاکم کسان مفسد او پرديپال وبلل او په خبره یې، یوه ځانګړې کړۍ په ارګ کې حاکمه ده چې د دوی هوکړه نه عملي کوي او تر څنګ یې د سولې هڅې هم سبوتاژ کوي. هغه ګواښ کړی، چې له خپلو پلویانو به د ارګ محاصره وغواړي او که حکومت یې پر ژمنو عمل و نه کړي، نو د دې احتمال شته چې پر لا سختو لارو چارو فکر وکړي. د حکمتیار په خبره: «ارګ او ارګ مېشتی دې واوري چې تر ارګه ځو، ارګ مېشتو ته ښایو که زموږ ټول زندانیان ژر بې له کوم قید او شرطه ازاد نه‌شي او زموږ مامورین، مجاهدین او افسران د شوې هوکړې پر بنسټ مدغم نه‌شي او کډوال مو ښارونو کې ځای پر ځای نه‌شي، ارګ تر هغې محاصره کوو چې د مفسدینو واک پای ته ورسوو».

حکمتیار همدا راز وویل چې افغان حکومت په هېواد کې د یوې نوې جګړې د پیل لپاره هڅې پیل کړې او د سولې روان بهیر سبوتاژ کوي. د ده په خبره، همدا اوس دی کره معلومات لري، چې د هېواد له مهمو بندرونو له وسلو او مهماتو ډک موټرونه راځي، وسایط راځي، تجهیزات راځي او هغو سیمو ته رسول کېږي چې هلته د طالبانو ضد قوماندانان اوسي او یا د طالب ضد جګړې سابقه لري. د ده په خبره: «د یوې نوې جګړې لپاره تیاری روان دی. بیا هم وایم، اسناد لرم چې د غنمو او نورو خوراکي توکو په موټرو کې لسګونه میله وسلې هېواد ته را ننوځي او بیا هغو قوماندانانو ته رسول کېږي، چې دوی له طالبانو سره د جګړې سابقه لري».

حکمتیار دغه راز له امریکا هم وغوښتل چې د سولې پر هوکړه عمل وکړي او په دې توګه په هېواد کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکی کېږدي. د حکمتیار په وینا، د امریکا نوی حکومت او جو بایډن باید په دې پوه شي چې په افغانستان کې یې په پاتې کېدو کې ګټه نشته او یوازې د جګړو او ناورین سبب به شي، نو ښه به وي چې د سولې هوکړه عملي کړي. د ده په خبره: «موږ واضح جو بایډن ته وایو، چې د سولې پر هوکړه عمل وکړي. که فکر کوي چې طالبان به نور هم ورته راټيټ شي، خو نه کېږي، نو ښه ده چې امریکا خپل ځواکونه له افغانستان وباسي».

له دې سره جوخت د ولسمشر ویاند دواخان مینه پال بیا د حکمتیار پر څرګندونو غبرګون ښودلی دی. نوموړي ویلي، افغانستان یو مشروع نظام لري، چې خلکو رایه ورکړې، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې ساتنه کوي او چا ته اجازه نه ورکوي چې په زور ارګ ته د ننه شي او یا هم یوه مشروع حکومت ته ګواښ پېښ کړي.

Tags: Top
Previous Post

د کابل هر سهار په چاودنو پیلېږي!

Next Post

رستمي: په ننګرهار کې د نږدې ۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي
افغانستان

نورستان؛ سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
رستمي: په ننګرهار کې د نږدې ۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

رستمي: په ننګرهار کې د نږدې ۲۳ میلیونو افغانیو په ارزښت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

هېواد کې د ترافیکي پېښو په کچه کې پنځه برابره ډېروالی راغلی

هېواد کې د ترافیکي پېښو په کچه کې پنځه برابره ډېروالی راغلی

دسمبر 20, 2024
قطر: له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته دوام ورکوو

قطر: له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاریو ته دوام ورکوو

مې 18, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ