چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

که غواړی چې بریالي شی؛ دا اته پوښتنې ځواب کړئ

ژباړه: حامد احمدزی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 23, 2021
in روغتیا او ژوند
0
که غواړی چې بریالي شی؛ دا اته پوښتنې ځواب کړئ

Hands Tearing Paper with the Words - Impossible become Possible

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

که غواړی په راتلونکي کې یو بریالی شخص او د نورو لپاره یوه ایډیال و اوسی، نو یوه لاره شته چې تاسو دې موخې ته رسوي. په خپلو وړتیاوو پانګونه وکړئ او ځان هغه ځای ته ورسوئ څو مو خپل ځان او نورو ته خیر ورسېږي. شخصي پرمختګ د شخصي مهارتونو او وړتیاوو ارزولو لپاره یوه لار ده. که د ځان لپاره اهداف ولری او د لاسته راوړلو لپاره يې خپلې وړتیاوې پیاوړې کړئ، نو تاسو به د شخصي پرمختګ په سمه لار حرکت کړی وي.

شخصي پرمختګ پر ځان باور او د مهارتونو د زده کړې په څېر یو څه دي، چې کولی شی په ژوند کې غوره پرېکړې وکړی او ښه ژوند جوړ کړی. د شخصي پرمختګ سفر د یو څو پوښتنو په کولو سره پيلیږي. په دې لیکنه کې د شخصي پرمختګ په اړه ځینو پوښتنو ته ځوابونه ویل شوي دي.

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

۱- په څه ډول ځای کې کار کوم او د نورو لپاره څه کولی شم؟

کله مو دې ته فکر کړی چې نور له تاسو سره په یوه کار کې مرسته کوي او دغه مرسته څومره تاسو ته خوشحالي درکوي، یانې کله چې نور له موږ سره مرسته کوي، موږ سره هم همدا فکر پیدا کیږي چې زه هم باید په ځینو کارونو که د مقابل لوري لاسنیوی او  د ستونزې په حل کې ورسره مرسته وکړم.

مرسته یو له هغو اقداماتو څخه ده چې موږ د شخصي پرمختګ په لاره کې ورته اړتیا لرو. موږ باید تل له ځان وپوښتو چې په کومو برخو کې له نورو سره مرسته کولی شو. هر وخت چې موږ په ځینو برخو کې له نورو سره مرسته کوو؛ دا وخت موږ وده کوو او په هغه برخه کې ډېر څه لاسته راوړو. نو د شخصي پرمختګ لپاره د نورو مرستې ته په کمه سترګه مه ګورئ.

۲- له سختۍ پرته بریا ته رسېدی شو؟

هوښیار خلک بریا ته د رسېدو لپاره په خپلو وړتیاوو کار کوي، دوی د ښو کارونو  په تر سره کولو سره پر خپل ځان ویاړي او که کومه تېروتنه وکړي، په خپل ځان نیوکه هم کوي. موږ نشو کولی له سختۍ او ستړیا پرته بریالیتوب تر لاسه کړو. نو که موږ غواړو شخصي وده او پرمختګ تر لاسه کړو، باید رښتینې هڅه وکړو او په دوامداره توګه د پرمختګ پروسه وڅارو.

۳- په ژوند کې مهم ارزښتونه کوم دي؟

په شخصي ارزښتونو کې داسې ځانګړنې شاملې دي چې له موږ سره په مهمو او حساسو پرېکړو کې مرسته کوي. موږ هغه وخت د ډاډ احساس کوو کله چې زموږ پرېکړې او عمل د ارزښتونو پر اساس وي. نو که موږ شخصي پرمختګ غواړو، باید خپل ارزښتونه په دقت سره وټاکو او د دې ارزښتونو پر اساس مخکې لاړ شو.

۴- زما په ژوند کې تر تولو مهم شی څه دي؟

موږ ټول غواړو په ژوند کې یو څه تر لاسه کړو، خو یوه غوښتنه مو د نورو په پرتله ډېره مهمه ده، دا غوښتنه کیدای شي مادي او یا هم معنوي وي.

۵- ایا د یوه څه لاسته راوړلو لپاره سخت کار کولو ته چمتو یو؟

په ژوند کې د هر څه لاسته رواړل د هڅې او پرې د تمرکز پایله ده. ځینې وخت له یوې ستونزې سره مخ  کیږو او درانه کارونه را باندې ډېرېږي، خو غیرت باید ونه بایلو او د خپلې بریا لپاره خپلې هڅې ته ادامه ورکړو. که غواړو چې بریا تر لاسه کړو، باید سخت حالتونه وزغمو.

۶- د ګیلاس ډک لوري ته هم پام کوی؟

په ژوند کې ډېر کله له لوړو ژورو سره مخ کیږو. دا سمه ده چې سختې او ترخې شېبې موږ یو ډول ناراحته کوي او کله کله په ځینو وختونو کې موږ غوسه کیږو هم، خو دا هم امکان لري چې له دې حالت څخه ځان وژغورو او خپل فکر سم لوري ته برابر کړو. هر کله چې له سختیو سره مخ کیږو، باید له ځانه دا هم وپوښتو چې د روښنايي لپاره یوه کړکۍ حتمن شته.

۷- د ژوند کولو لپاره زما دلیل څه دی؟

د یوه مانا لرونکي ژوند لپاره یو دلیل حتمن شته، د المان د ارواپوهنې يوه ډاکټر ویکتور فرانکل ویلي، بریا هغه وخت ستاسو ژوند ته راځي کله چې خپله وړتیا پياوړې او د تر لاسه کولو هڅه یې وکړی. پورته جمله څو ځلې ولولئ. بې ارزښته یې مه ګڼئ، تاسو باید خپل ژوند دومره پراخ کړئ څومره مو چې زړه غواړي او ټولې هغه خوښۍ لاسته راوړئ چې تاسو یې تر لاسه کول غواړی.

۸-  د خپل پلان مطابق به په راتلونکو  پنځو کلونو کې زه د نړۍ په کومه څنډه کې وم؟

که غواړی چې د خپل راتلونکي لپاره یو ښه لیدلوری ولری، د بېلګې په ډول، په راتلونکو پنځو کلونو کې به زه چیرې وم؟ دا باید وګورو چې اوسمهال په کوم ځای کې یو، زموږ ورځني کارونه کوم دي او پر ژوند مو څه اغیز لري. زموږ اوسني ورځني فعالیتونه په راتلونکي کې زموږ پر ژوند مستقیم اغېز لري. ایا په کوم  لوري چې اوس روان یو، موږ خپلو هغو هیلو ته رسوي چې په راتلونکي کې یې غواړو؟

دا باید له ځان سره مشخصه کړئ او ښه باوري شئ چې ستاسې ننني فعالیتونه سبا تاسې خپلو موخو ته رسوي. که داسې نه وي، هسې به مو وخت او انرژي مصرف کړي وي.

Previous Post

ولسي جرګې د ۱۴۰۰مالي کال بودیجه تایید کړه

Next Post

مالټه د ويټامین C غوره سرچینه ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
مالټه د ويټامین C غوره سرچینه ده

مالټه د ويټامین C غوره سرچینه ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

زلینسکي: روسیه غواړي د اوکراین ښارونه له خاورو سره خاورې کړي

زلینسکي: روسیه غواړي د اوکراین ښارونه له خاورو سره خاورې کړي

مې 27, 2022
ملګري ملتونه: میلیونونه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

ملګري ملتونه: میلیونونه افغانان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

جولای 15, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved