چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home تبصرې

که څوک له تالاشۍ تېر شو، نو باید حتمي ووژل شي!؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 20, 2022
in تبصرې
0
که څوک له تالاشۍ تېر شو، نو باید حتمي ووژل شي!؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

 په کابل او کندهار کې په تېرو څو ورځو کې دوې داسې پېښې وشوې چې زموږ هېوادوالو ته پکې مرګ‌ژوبله واوښته او خلک یې هم اندېښمن کړل. په کابل کې د غاښو یو ډاکټر هغه مهال ووژل شو چې یوې تالاشۍ ته ونه درېد. له دې پېښې وروسته پرون په کندهار کې بیا یوه ښځه په همداسې یوه پېښه کې ووژل شوه او بله ټپي شوه. په دواړو پېښو کې لامل دا یاد شوی چې موټر تالاشۍ ته نه دی درېدلی او کله چې له تالاشۍ تېر شوی، نو د اسلامي امارت د ځواکونو له خوا تر برید لاندې راغلی دی.

دا ډول پېښې خواشینوونکې دي‌ او ښيي‌ چې امنیتي ځواکونه له خلکو سره مسوولانه او مسلکي چلند ته لا هم زیات واټن لري.‌ له همدې امله اړتیا ده چې د امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره لا زیات کار وشي. په تالاشیو کې نه درېدل ددې مانا نه لري چې دا سړی حتمي مجرم دی، ځکه کله د یو چا د درېدو اشارې ته پام نه شي، کله هم د امنیتي ځواکونو اشارې مسلکي نه وي او موټر چلوونکی نه پوهېږي چې دا د درېدو او که د تېرېدو اشاره ده. ددې تر څنګ کله د سړک څنګ ته وسله وال کسان ولاړ وي او شخصي جامې یې اغوستي وي، په سیمه کې نه د تالاشۍ کومه ن‍‍ښه وي او نه هم د امنیتي ځواکونو کوم موټر ولاړ وي چې څوک پوه شي چې دا تالاشي ده، نو ځکه موټر چلوونکي ترې تېر شي. کله داسې هم وي چې موټر چلوونکی ناروغ ولري او بېړه ولري او یا هم کومه بله ستونزه ولري او پام یې نه وي او له تالاشۍ تېر شي.‌ په داسې حالتونو کې د موټروان ګرم ګڼل سم نه دي، دا خو لا لرې ده چې پرې ډزې وشي او ووژل شي. ښايي ډېر وخت موټر چلوونکی ملامت وي، غل وي‌ او یا هم بل مجرم وي او د تېښتې هڅه کوي، بیا هم پر هغه د مخامخ ډزو او د هغه د وژلو جواز نشته.

کورنیو چارو وزارت او نور اړوند اورګانونه باید خپلو امنیتي کسانو ته ور زده کړي چې مسلکي تالاشي وکړي، د تالاشۍ ځای یې مناسب وي، یونیفورم ولري،‌ په سیمه کې د تالاشۍ ن‍ښې ولګوي، د درېدو او تلو واضح اشارې وکړلی شي. له هغه وروسته که کوم موټر چلوونکی تالاشۍ ته ونه درېده، باید موټر یې تعقیب شي، پیدا شي او بیا ورسره قانوني چلند وشي. که حالت بېړنی وي او امنیتي‌ ځواکونه ډاډمن وي چې دا کس مجرم دی، باید هوايي ډزې پسې وشي او آن که سخته اړتیا وي،‌ نو د موټر په ټایرونو دې ډزې وشي. له دې پرته پر موټر چلوونکي او یا په موټر کې پر ناستو سپرلیو مخامخ ډزې په هېڅ ډول سم او د توجیه وړ کار نه دی. په وروستۍ پېښه کې خو زموږ یوه خور شهیده شوې او بله ټپي شوې چې دا د نامسلکي او بې پروا چلند ښکاره مثال دی. تر دې وړاندې پېښو کې هم ښځو او نورو بې ګناه وګړو ته مرګ‌ژوبله او‍ښتې وه.

پکار ده چې نور ددغه ډول پېښو مخه ونیول شي، د انسان ‍ژوند جدي وګڼل شي، امنیتي ځواکونه مسلکي شي، یونیفورم ولري او ورته وښودل شي چې په هر حالت کې د ډزو حق نه لري او په خاصو وختونو کې دوی ډز کولی شي. امنیتي ځواکونه باید پوه شي چې دوی آن د مجرم د و‍ژلو حق هم نه لري، بلکې دوی مسوول دي چې مجرمین ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.‌

Previous Post

سعودي عربستان: که ایران خپل چلند بدل کړي خبرې ورسره پیلوو

Next Post

د هند د بشردوستانه مرستو بله جوپه هم را رسېدلې ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟
تبصرې

اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي
تبصرې

د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

by Spogmai Radio
جولای 29, 2026
شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟
تبصرې

شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

by Spogmai Radio
جون 10, 2026
د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی
تبصرې

د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

by Spogmai Radio
اپریل 21, 2026
تبصرې

د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
Next Post
د هند د بشردوستانه مرستو بله جوپه هم را رسېدلې ده

د هند د بشردوستانه مرستو بله جوپه هم را رسېدلې ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کډوالو وزارت: روانه اونۍ لسګونه افغان بندیان له عراق او پاکستانه راستانه شوي

کډوالو وزارت: روانه اونۍ لسګونه افغان بندیان له عراق او پاکستانه راستانه شوي

دسمبر 4, 2025
بایډن: غزه کې اوربند به ایران د اسراییلو له غچ اخیستونکي برید راوګرځوي

بایډن: غزه کې اوربند به ایران د اسراییلو له غچ اخیستونکي برید راوګرځوي

اگست 14, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved