د کونړ د اقتصاد ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۳ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه کانال د بیارغولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د اقتصاد رییس عبدالله همت وايي، چې د دغه ولایت د وټه پور ولسوالۍ په کټار قلا سیمه کې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري د ۲۳.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۵ کیلو متره کانال د بیارغونې چارې پیل شوې دي. همت وویل، چې د یاد کانال په پروژه کې ۲۸۵ متره دېوال،۲۳۰ متره بولډروال او ۱۳۲ متره سرپټې ویاله شامله ده چې په کې ۴۱۰ تنو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.












