د مالیې وزارت مسوولین وايي، چې د کونړ د مستوفیت لپاره د ۲،۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۴۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیستم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د کونړ مرستیال والي ویلي، چې سرپرست حکومت د ولس خدمت ته ژمن دی او مسوولین تل هڅه کوي، چې خلکو ته ښې چوپړتیا وړاندې او اسانتیاوې رامنځته کړي. دغه راز د کونړ د مستوفیت د خزاینو آمر وايي چې د مستوفیت د غوښتنې پر اساس د یاد وزارت له لوري د ۲،۳ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۰ کیلو واټه برېښنا د یو خصوصي شرکت له خوا د یوې میاشتې په موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارلې چې پرمټ یې د مستوفیت ستونزې لرې شوې دي.











