د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له شپږو موسسو سره د ۶میلیونه، ۳۱۵ زره او ۶۳۶ ډالرو په ارزښت د همکاریوو تړونونه لاسلیک کړي دي. یاد وزارت وايي، په دغو تړونونو کې په یو شمېر ولایتونو کې د ۵۰ څاګانو کېندل، د پنځو شنو خونو، ۱۵۰ کورونو، روغتیایي مرکز جوړول، له کډوالو سره نغدي مرستې، د سړکونو جوړول او نورې پروژې شاملې دي. دغه هوکړې ډاکار موسسې، د افغانستان د روغتیا او ټولنې بیارغونې، د ډنمارک د مهاجرت شورا، ماشومانو د ساتنې نړېوالې مؤسسې انصاري بیارغونې او ( JRS ) موسسو سره لاسلیک شوېدي. دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو وزارت تر دې وړاندې هم هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه له یو شمېر موسسو سره تړونونه لاسلیک کړي وو.











