ملګرو ملتونو په افغانستان کې خپلو شاوخوا ۳۳۰۰ کارکوونکو ته امر کړی چې په را روانو دوو ورځو کې دې خپلو دفترونو ته نهځي. دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې، د افغانستان سرپرست حکومت د ملګروملتونو په ادارو کې د ښځو پر کار بندیز تمدید کړ. د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند ستیفان دوجاریک بېګا په نیویارک کې د ملګروملتو په مقر کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندوی دفتر- یوناما کارکوونکو د سرپرست حکومت چارواکو لهخوا شفاهي بیانونه ترلاسه کړي چې له مخې یې د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز امر شوی. یوناما مخکې هم ویلي و، چې د افغانستان سرپرست حکومت په ننګرهار کې د دوی ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې دفترونو ته دې نهځي. دوجاریک وویل، ملګري ملتونه د خپل دې اقدام اغېزو ته ګوري او نن د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت له چارواکو سره وګوري څو په دې اړه وضاحت ترې وغواړي. ملګري ملتونه وايي چې شاوخوا ۴۰۰ ښځې یې په دفترونو کې کار کوي.












