د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) ویلي چې سبا به په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسین پیل شي. یاد بنسټ له ټولو افغانانو څخه غوښتنه کړې ده چې له ګوزڼ څخه د خپلو ماشومانو د خوندیتابه په موخه دې هغوی واکسین کړي. یونسیف ویلي چې د افغانستان ا.ا دوی ته ډاډ ورکړی دی چې د واکسیناسیون پروګرام به له هیڅ ډول خنډ سره نه مخ کېږي. د یادونې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان ا.ا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ له صندوق سره په ټول افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسینو د پیل هوکړه وکړه او ډاډ یې ورکړی چې دوی به د دغه بهیر ملاتړ کوي او امنیت به یې خوندي کوي.











