ملګري ملتونه وایي دوی په روان بشري ناورین کې د افغان مېرمنو ملاتړ ته ادامه ورکوي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر یا یونما له لوري په خپره شوې اعلامیه کې افغان مېرمنو ته د مارچ د اتمې مبارکي ویل شوې او په دې سختو شرایطو کې د دوی مبارزه او هڅې ستایل شوې دي. یونما وايي چې روانو جګړو، وچکالیو او کډوالو د افغان مېرمنو پر وضعیت ناوړه اغېز کړی دی او دوی یې زیانمنې کړې دي. یونما وايي دوی په افغانستان کې د مېرمنو د حقونو ساتنې او پالنې ته ادامه ورکوي او هڅه یې دا ده چې دوی ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړل شي. یونما همدا راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې باید د بېلو قشرونو حقوقو خوندي شي او دوی ته د ښه ژوند او پرمختګ زمینه برابره کړل شي.












