د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) خبر ورکړی، چې په افغانستان کې ۴ میلیونه کسان نشهيي توکي کاروي. د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام ویلي، چې افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د نشهيي توکو کارول پکې ډېر دي. یاد بنسټ زیاته کړې چې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې یو زر او ۶۰۰ روږدو ته «د اعتیاد پرېښودو درمل» ویشي. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ځنیو هېوادونو په وار وار له افغانستان څخه د نشهيي توکو له قاچاقه اندېښنه ښودلې وه. بلخو بیا د ملګرو ملتونو وروستی راپور ښيي چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت او تولید کې کمی راغلی دی.












