د هند پنجاب پوهنتون په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو وروسته په دغه هېواد کې بند پاتې زده کړیالانو ته په انلان بڼه د ازموینو زمینه برابره کړې ده. یاد پوهنتون ویلي چې افغان زده کړیالان کولی شي د دغه پوهنتون د وروستیو سمسترونو په ازموینو کې په انلان بڼه برخه واخلي او خپلې ازموینې ورکړي. واک ته د دویم ځل لپاره د ا.ا تر رسېدو وروسته یو شمېر هغه افغان محصلین چې د هند په پوهنتونونو کې یې زده کړې کولې د ویزو د لغوه کېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د الوتنو د درېدو له امله په افغانستان کې بند پاتې شول. دوی مخکې د دواړو هېوادونو له چارواکو غوښتي وو چې ورته مناسبه د حل لاره پیدا کړي څو وکولی شي چې د هندوستان په پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.












