چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home پوهنتون

راه سعادت خصوصي پوهنتون

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 6, 2020
in پوهنتون
0
راه سعادت خصوصي پوهنتون
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

راه سعادت خصوصي پوهنتون په لومړي سر کې د لوړو زده کړو د یوې موسسې په توګه د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ او د خصوصي پوهنتونونو د ریاست په چوکاټ کې په ۱۳۸۹ کال کې په مزارشریف ښار کې د دریو پوهنځیو (انجنیري، حقوقو او سیاسي علومو او اقتصاد) په درلودلو سره پر فعالیت پیل وکړ او عملاً ی4ې په یادو دریو پوهنځیو کې محصلین جذب کړل. د دغه پوهنتون رییس دوکتور سید حیدر احمدي بلندي وایي، له څه مودې وروسته د لوړو زده کړو دې موسسې ته د ښوونې او روزنې او دغه راز د شرعیاتو پوهنځیو د تاسیس او فعالیت جوازونه هم ورکړل شول او له موسسې څخه یې پوهنتون ته ارتقاع وکړه. دغه خصوصي پوهنتون اوسمهال پنځه پوهنځي او په ۱۳۹۱ کال کې یې په تخار ولایت کې یوه بله څانګه هم پرانیسته، چې دغه څانګه یې هم د یادو پنځو پوهنځیو درلودونکې ده.

په راه سعادت خصوصي پوهنتون کې اوسمهال د پنځه زره په شاوخوا کې محصلین د دغه پوهنتون په پنځو پوهنځیو کې پر زده کړو بوخت دي، چې شپېته سلنه یې ښځینه او پاتې څلوېښت سلنه یې بیا نارینه محصلین دي. دغه پوهنتون تر اوسه پورې د ماسټرۍ کوم پروګرام نه لري، خو د دوکتور احمدي بلندي په خبره، دوه کاله وړاندې یې لوړو زده کړو وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته د حقوقو او شرعیاتو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرام پیلولو وړاندیز سپارلی دی، لومړني کارونه یې په لوړو زده کړو وزارت کې تر یوې کچې مخ ته تللي دي، خو له هغه وروسته چې ولسمشر د یوه فرمان له مخې  په خصوصي پوهنتونونو کې د نویو پوهنځيو تاسیس او د ماسټرۍ پروګرام پیلول وځنډول، د دوی کارونه هم ور سره پاتې شول. دی وایي، هیله لري چې دغه کار ته بېرته د ولسمشر له لوري اجازه ورکړل شي او دوی به هم د ماسټرۍ پروګرام ور سره پیل کړي. ښاغلی بلندي وایي، د ماسټرۍ پروګرام د پیلولو لپاره یې ټول معیارونه پوره کړي او د دې ظرفیت لري چې په خپلو دوو پوهنځیو کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي.

You might also like

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

جامي پوهنتون

له راه سعادت پوهنتون څخه تر اوسه پورې اته دورې محصلین د لېسانس په کچه فارغ شوي او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شوي دي، چې ډېره برخه یې د ښوونې او روزنې له پوهنځي دي، ځکه د ښاغلي احمدي په خبره، دوی په ښوونه او روزنه پوهنځي کې هغه کسان هم نیسي، چې له دې وړاندې یې تر څوارلسم پورې په دارالمعلمینونو کې زده کړې کړې وي. دی وایي، په فارغ شویو محصلینو کې یې تر پنځوس سلنه ډېرې ښځینه محصلینې وې. هغه زیاتوي چې د ټولو فارغ شویو محصلینو شمېر یې شپږ زره ته رسېږي، چې ډېری یې اوس په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر دندو بوخت دي. د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو له مخې، خصوصي پوهنتونونه په کال کې دوه ځله د کانکور ازموینه اخلي، چې دوی په هر ځل د زر تنه په شاوخوا کې نوي محصلین جذبوي.

راه سعادت خصوصي پوهنتون د محصلینو لپاره په بېلابېلو کټه‌ګوریو کې تخفیفونه لري. دوکتور احمدي بلندي وایي چې د پوهنتون ادارې د تخفیف لپاره ځانګړی مکانیزم جوړکړی دی، چې له مخې یې محصلین ارزیابي کېږي او هغه محصلین چې اقتصادي ستونزې لري او نه شي کولای د پوهنتون ټاکلی فیس پرېکړي، نو دوی ورته تخفیف ورکوي. دی وایي چې دوی هر کال ځینو محصلینو ته بورسیې ورکوي، چې له مخې یې ځینې محصلین ان په وړیا ډول د دوی په پوهنتون کې زده کړې کوي. د احمدي په خبره، پوهنتون یې تر بل هر خصوصي پوهنتون د فیس او تخفیف په برخه کې له محصلینو سره همکاري کوي، څو یو زیات شمېر محصلین لوړو زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي.

د راه سعادت پوهنتون رییس وایي چې راه سعادت موسسه یا بنسټ په افغانستان کې د کتاب رسولو تر ټولو وتلی مرکز دی، چې دوی په مزارشریف او کابل کې د کتاب رسولو لوی مرکزونه لري. د دې تر څنګ یې په پوهنتون کې هم د محصلینو او استادانو د مطالعې د اسانتیا لپاره د دغه پوهنتون په کتابتون کې د لس زره په شاوخوا کې د پنځو پوهنځیو د ۲۲ څانګو اړوند کتابونه ځای پر ځای کړي دي. تر څنګ یې ډیجیټالي کتابتون هم لري، چې د پوهنتون د محصلینو تر څنګ نور هېوادوال هم کولای شي د دوی له دې کتابتون څخه ګټه واخلي. ښاغلی احمدي بلندي وایي، دوی خپله څیړنیز او نور ګټور کتابونه چاپوي او د محصلینو تر څنګ یې د هېوادوالو چوپړ ته وړاندې کوي.

راه سعادت پوهنتون په کور د ننه او بهر دواړو کې له ځینو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې لري. د دې پوهنتون رییس وایي چې په کور د ننه له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو سره په اړیکه کې دي او په ځانګړې توګه د بلخ پوهنتون، کابل پوهنتون، ننګرهار پوهنتون، پکتیا پوهنتون، کندهار پوهنتون، بامیانو پوهنتون او نورو پوهنتونونو سره د علمي اړیکو هوکړې لري، په ګ‌‌ډه کار کوي او تجربې سره شریکوي. د دې تر څنګ له هېواده بهر هم په ایران، ترکیه او ځینو نورو هېوادونو کې له ځینو پوهنتونونو سره هوکړې لري، چې له مخې یې په ډېر کم لګښت محصلین او استادان د لا نورو لوړو زده کړو لپاره دغو پوهتنونونو ته ور استوي.

احمدي  وایي، یوازې یو ځل یې د یوې دورې لپاره د لوړو زده کړو وزارت لخوا تر لاسه شوي ډیپلومونه خپلو فارغ شویو محصلینو ته ورکړي او تر هغه وروسته په شمال کې د خصوصي پوهنتونونو لپاره دغه لړۍ درېدلې ده. دی وایي، هغه ډیپلومونه هم ډېر کم وو، چې تر هغه وروسته د لوړو زده کړو وزارت لخوا د دوی د پوهنتون په ګډون، په شمال کې نورو خصوصي پوهنتونونو ته یاد ډیپلومونه نه دي ویشل شوي. نوموړی زیاتوي، کېدای شي د ډېرو خصوصي پوهنتونونو په ډله کې یوازینی پوهنتون وي، چې د علمي معاونیت تر څنګ یې د تحقیق د برخې لپاره هم معاونیت جوړ کړی دی. نوموړی وایي، د نشراتو ځانګړې برخه لري چې تحقیقي مرکز، کتابتون، مجله او نور هغه څه چې نشرېږي، د دغه معاونیت اړوندېږي. احمدي بلندي وایي چې تر اوسه پورې یې ۳۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه چاپ کړي دي او د محصلینو او استادانو په واک کې یې ورکړي دي. د دې تر څنګ د تهران له پوهنتون سره د یوې هوکړې له مخې د دوی محصلین کولای شي په انلاین ډول د دغه پوهنتون کتابتون ته لاسرسی ولري او په علمي برخه کې خپلې ستونزې هوارې کړي.

د راه سعادت پوهنتون رییس وایي، د پوهنتون د پرمختګ لپاره ځانګړی ستراتیژیک پلان لري، چې په علمي برخه کې د پوهنتون پرمختګ، پر خپلو پښو د پوهنتون درېدل او د یوه ځانګړي ځای ځایګي پیدا کول یې اصلي موخه ده.

د دې پوهنتون اداره وایي چې ګڼې ستونزې یې په مخ کې پرتې دي، چې تر ټولو لویه یې امنیتي ستونزه ده. د دې پوهنتون رییس وایي، امنیت یوازینی هغه څه دي، چې د دوی او د محصلینو پرمختګ یې ور سره تړلی دی. دی وایي، که امنیت وي، دوی په ډاډه زړه کار کولای شي او محصلین هم زده کړو ته او پوهنتون ته د تګ لپاره زړه ښه کوي. بله ستونزه یې په اقتصادي برخه کې ده چې په خبره یې تر اوسه پورې د افغان دولت او په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو وزارت لخوا د خصوصي پوهنتونونو لپاره په اقتصادي برخه کې کوم ځانګړی میکانیزم نه دی جوړ شوی، چې څه ډول باید خصوصي پوهنتون پرمختګ وکړي او پر ځان بسیا شي. دی وایي، حکومت په ځانګړي ډول مالیې وزارت باید له خصوصي پوهنتونونو سره د مالیې اخیستو په برخه کې مرسته وکړي او څه ناڅه یې را کمه کړي. د دې تر څنګ په لوړه بیه د برېښنا پېرل هم د خصوصي پوهنتونونو په مخ کې بله لویه ستونزه ده، چې پر اقتصاد یې ناوړه اغېز کوي چې دغه څه ان د زده کړو پر کیفیت منفي اغېز کولای شي. د خصوصي پوهنتونونو د محصلینو لپاره په دولتي بورسونو کې ونډه نه ورکول او د دې پوهنتونونو استادانو ته د علمي رتبو نه ورکول بله هغه ستونزه ده چې راه سعادت او نورو خصوصي پوهنتونونه ور سره لاس او ګرېوان دي.

حمیدالله حمیدي

Previous Post

سامسُنګ تر ټولو پیاوړې بېټرۍ لرونکی ځیرک موبایل معرفي کوي

Next Post

له شماله تر کابله د هند ـ افغان ملېشو سوله ضد جریان او موخې!

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

نعمان سادات د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 8, 2021
اسیا د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اسیا د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
اگست 1, 2021
جامي پوهنتون
پوهنتون

جامي پوهنتون

by Spogmai Radio
جولای 11, 2021
علامه د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

علامه د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جولای 4, 2021
اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه
پوهنتون

اهل بیت د لوړو زده کړو موسسه

by Spogmai Radio
جون 27, 2021
Next Post
له شماله تر کابله د هند ـ افغان ملېشو سوله ضد جریان او موخې!

له شماله تر کابله د هند ـ افغان ملېشو سوله ضد جریان او موخې!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

م.م له کروندګرو سره د بدیل معیشت برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

م.م له کروندګرو سره د بدیل معیشت برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې

جولای 18, 2023
په تېرې مې میاشت کې یو ځل بیا د چین د انلاین سوداګرۍ د لوجستیک ګراف لوړ شوی

په تېرې مې میاشت کې یو ځل بیا د چین د انلاین سوداګرۍ د لوجستیک ګراف لوړ شوی

جون 13, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved