د روان کال د جون ۱۷مه نېټه د صحرا او قحطۍ د مخنيوي ۳۱مې کلیزې او نړیوالې ورځې سره برابره وه. چین په تېرو څه باندې لسو کلونو کې د ۲۴ ميليونه ۳۳۳ زره او ۳۳۳ هکټارو په مساحت د صحرا کېدو د مخنيوي دنده تر سره کړې، چې په دې توګه يې هغه موخه پوره کړې چې د خاورو د صحرايي کېدو مساحت صفر کړي.
د معلوماتو له مخې، د چين د ژېړ سيند په اوږدو کې په ځنګلونو د پوښل شوې سيمې پوله لويديځ لوري ته ۳۰۰ کيلومتره پراخه شوې ده. دغه راز چين د نړۍ د زرغون کېدو لپاره تر ټولو هېوادونو لوی خدمت کړی او د صحرا کېدو د مخنیوي په برخه کې په نړۍ کې نمونه ګرځېدلی دی.