د چين او منځنۍ اسيا دويمه سرمشريزه د جون له ۱۶ مې څخه تر ۱۸ مې پورې د قزاقستان په استانا ښار کې ترسره شوه.
د چين دولت رئیس شي جين پينګ د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو له ولسمشرانو سره د دايمي دوست ګاونډيتوب او همکاريو تړون او د دې سرمشريزې د استانا اعلاميه لاسليک کړه.
د دې سرمشريزې پر مهال چين د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره د خلکو د تګ راتګ اسانه کېدو، د کمربند او لارې د باکيفيته ګډې ابادۍ د عملياتي پلان او نوبتي باروړونکو اورګاډو په تړاو د همکاريو په اړه هوکړه کړې ده.
































