د چين او منځنۍ اسيا دويمه سرمشريزه د جون د ۱۷ مې نېټې په ماسپښين د قزاقستان په استانا ښار کې خپلواکۍ ماڼۍ کې ترسره شوه. د چين دولت رئیس شي جين پينګ دغه سرمشريزې ته په وينا کې وويل، مونږ”د چين او منځنۍ اسیا روحيه“ رامنځته کړې، چې له مخې يې د متقابل درناوي، متقابل اعتماد، ګډو ګټو او متقابلو مرستو پر اساس او د باکيفيته پرمختګ له لارې د ګډ عصري کېدو بهیر پرمخ وړو.
نوموړي وويل:
— مونږ پر متقابل درناوي او برابرۍ ټينګار کوو، ټول هېوادونه، که لوی دي او یا کوچني، د بېلابېلو چارو د پرمخبيولو لپاره ګډې مشورې او پرېکړې کوي او یو پر بل برتري نه لري.
— مونږ په ټينګار سره متقابل اعتماد زیاتوو او يو له بل څخه ټينګ ملاتړ کوو، چې خپله خپلواکي، ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حیثیت وساتو.
— مونږ يو له بل سره د زړه له کومې مرستې کوو او د ستونزو د هواري لپاره ګډې هڅې کوو، يو له بل څخه ملاتړ کوو، چې د پرمختیا لپاره له خپل ملي وضعيت سره سمه لاره ووهو. مونږ خپلې چارې ښې ترسره کوو او د خطرونو او ننګونو سره په ګډه مقابله کوو او د سیمې امنيت او ثبات په ګډه ساتو.
شي جين پينګ زیاته کړه، چې ”د چين او منځنۍ اسیا روحيې“ د تلپاتې دوستانه همکاريو لپاره مهمه لارښوونه کړې او مونږ باید پر دې روحيې ټينګار ولرو او انعکاس ور کړو.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې د افغانستان د مسئلې يادونه هم کړې او ویلي يې دي چې افغانستان يې نږدې ګاونډی دی او دوی باید همغږي پياوړې کړي او له دغه هېواد سره دې د ځان بسياينې وړتيا په لوړولو کې مرستې وکړي، څو په دغه هېواد کې ژر سوله او ثبات تامین او پرمختګ وي.
































