د راپورونو له مخې د هیواد په ختیځو ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له کبله مرګ ژوبله اوښتې ده. د امریکا د جیولوژي سروې ادارې ویلي، چې د زلزلې شدت ۶ درجې او مرکز یی جلال آباد ښار ته نږدې د ځمکې لاندې اته کیلومتر ژور وو. له لومړنۍ زلزلې شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته په همدې ننګرهار ولایت کې دوهمه زلزله وشوه، چې شدت یې د ۴.۵ درجې وو او مرکز یې د ځمکې لاندې ۱۰ کیلومتره ژور وو. د ننګرهار ولایت ځایي چارواکو د لومړنیو مالوماتو له مخې رسنیو ته ویلي، چې ۹ کسان مړه شوي او ۲۵ نور ټپیان دي. خو تردې دمه په کونړ او ننګرهار د دې خونړۍ زلزلې له کبله د اوښتې مرګ ژوبله په اړه کره مالومات نه دي ورکړل شوي. ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په کونړ او ننګرهار کې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي، نوموړي زیاته کړې چې ځايي چارواکي او خلک د زیانمنو شویو په ژغورلو بوخت دي او له مرکز او نورو ولایتونو هم مرستندوی ټیمونه په لار دي.


































