رویټرز راپور ورکړی، چې د مکسیکو د پیوبلا ایالت د عامه امنیت وزارت ویلي، چې تیره ورځ په یوه وسلهوال برید کې د یوه ماشوم په ګډون لس کسان وژل شوي دي. د راپور له مخې، قربانیان چې شپږ نارینه، درې ښځې او یو ماشوم پکې شامل وو، د تیویتسینګو ښاروالۍ په سیمه کې د وسلهوالو کسانو لهخوا په نښه شوي دي. چارواکي وایي، ایالتي او فدرالي ځواکونو د بریدګرو د موندلو لپاره ګډې پلټنې او امنیتي عملیات پیل کړي دي.































