د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی، چې نن د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د سختو بارانونو، تالندې او برېښنا، تېزو بادونو او ناڅاپي سېلابونو اټکل شوی دی. د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، نورستان، کونړ، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، لغمان، کاپیسا، پروان، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بدخشان، تخار، کندز، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، غور، دایکندي او بامیان هغه ولایتونه دي چې د بارانونو او احتمالي سېلابونو له ګواښ سره مخ دي. د هوا پېژندنې ریاست ویلي، په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۳۰ میلیمترو پورې اټکل شوې ده.































