د چین ولسمشر شي جین پینګ د مې میاشتې په ۱۴مه نېټه د بېجینګ په لوی تالار کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر دوهاړخیزو اړیکو یې خبرې کړې دي. شي جین پینګ په دې لیدنه کې ویلي، د چین او امریکا ګډې ګټې تر اختلافونو زیاتې دي او د دواړو هېوادونو بریاوې کولای شي د یو بل لپاره نوي فرصتونه رامنځته کړي. نوموړي د چین او امریکا د اړیکو ثبات د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره مهم بللی دی. هغه ټینګار کړی چې چین او امریکا باید یو بل ته د سیال پر ځای د شریک او همکار په سترګه وګوري، ګډ پرمختګ او سوکالي رامنځته کړي او په نوې زمانه کې د سترو هېوادونو د تعامل مناسبه لاره ومومي. بل لور ته، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د چین او امریکا د اړیکو راتلونکی روښانه او هیلهبښونکی دی.



































